امیري: د ښځو پر ضد د طالبانو فرمانونه افغانستان بې وزلی او اړمن ساتي

رینا امیري

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې د یوه بل کال لپاره له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړلي پاتې کېدل زړه بوږنونکي بللي

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه افغانستان بې‌وزلی او بشري مرستو ته اړمن ساتي.

هغې دا هم ویلي، دا بندیزونه د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ خپل هېواد پرېږدي.

اغلې امیري ټینګار کړی چې د افغانانو لپاره خپلو اولادونو ته له زده‌کړې پرته هغه چې د نوموړې له قوله؛ له تېرو سلو کلونو راهیسې دود ده پرته بل هېڅ بدیل نه‌شته.

رینا امیري زیاته کړې، نړۍ د افغانستان د نیمايي نفوس په زده‌کړو د بندیزونو چې هغوی ته زیان هم رسولی، د لېرې کولو ملاتړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تېره اوونۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له پرانستو پرته نوی ښوونیز کال پیل کړ.