مقاومت جبهې کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید او مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د افغانستان په نقشه کې کابل

د مقاومت جبهه ادعا کوي چې تېره شپه یې په کابل کې د طالبانو په یوې امنیتي پوستې د برید په پایله کې یو طالب وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دې جبهې په ایکس‌‌پاڼه یوه اعلامیه کې لیکلي، برید یې په یوولسمه امنیتي حوزه کې د دویم مارکېټ په سیمه کې د طالبانو په امنیتي پوسته کړی دی.

د مقاومت جبهې زیاته کړې چې په دې برید کې د دوی وسله‌والو او ملکيان ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه‌ نه‌دي ویلي.