خوړو نړیوال پروګرام: تېره میاشت ۶ ملیون افغانانو سره مرسته شوې

د افغانستان په سویل کې د مرستو یوه څنډه - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی تېره میاشت په افغانستان کې له شپږو ملیونو وګړو کسانو سره د نقدو پیسو یا هم خوړو مرسته کړې چې خپل ماشومان ماړه کړي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی د ځینو خصوصي تمویلوونکو او د خپلو همکارو هېوادونو لکه: اسټرالیا، جاپان، روسیې او سویډن په مالي مرسته د دغو مرستو په برابرولو وتوانېدل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د معلوماتو له مخې، روان میلادي کال په افغانستان کې څه کم ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

ګڼو مرستندویو ادارو ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله نه شي کولی ټولو اړو کسانو ته بشري مرستې ورسوي.