د امریکا ځانګړی استازی له هندي چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په نوې ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر کواتره او د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې له مشر جي‌پي سېنګ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

وېسټ پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې هند ته په بیا ورتګ خوښ دی او ده د روان کال د پروګرامونو په اړه له هندي لوري سره غږېدلی، همداراز د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د یو موټي دیپلوماتیک چلند د پرمختیا په اړه یې هم خبرې کړې دي.

وېسټ دا هم لیکلي چې هند له افغانانو سره د مهمو بشري مرستو او درملو لېږلو ته دوام ورکوي.

هغه به د هند له سفر وروسته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره وګوري او په دوبۍ کې به له یو شمېر مېشتو افغانانو سره هم خبرې وکړي.