په روسیه کې د ډله‌ییز برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ ته ورسېد

پېښه د روسیې په کرکیوس ښاري تالار کې د کنسرت پر مهال شوې ده.

په روسیه کې د کنسرت پر تالار د برید د قربانیانو شمېر ۹۳ تنو ته ورسېد.

د روسیې د ملي تحقیقاتو کمېټې نن په یوه بیان کې د د مړو شویو دا نوې شمېرې اعلان کړې.

دې کمېټې څرګنده کړه چې دا کسان د ډزو په ترڅ کې وژل شوي او یو شمېر یې د لګېدلي اور د لوګي له امله مړه شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي چې تر یوسل او شلو ډېر کسان د اخیستو ټپونو له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

په دې ترڅ کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د څلورو مشکوکو وسله‌والو په ګډون ۱۱ تنه نیول شوي دي.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی او په خپل ټیلګرام یې لیکلي، د دې حملې تر شا د دوی غړي لاس لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی دی.

د دې هېواد د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتری میدویدیف د دې برید په غبرګون کې ویلي، ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي.

نیویارک ټایمز ورځپانې روانه میاشت د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، خبر ورکړی و چې د امریکا د متحد ایالتونو استخباراتي سرچینو داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه پلان لري چې په مسکو کې برید وکړي.