طالبانو په روسيه کې د تېرې شپې مرګونې پېښه وغندله

مسکو ته نژدې په پرونۍ پېښه کې لسګونه کسان مړه او ټپيان شول.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د تېرې شپې برید غندلی او دا یې له ټولو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه بللې ده

دې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: "داعش چې په افغانستان کې او نړۍ ملکي وګړي په نښه کوي، یوځل بیا یې روښانه کړه چې د استخباراتي ادارو په لاس کې یوه ډله ده چې هدف یې د اسلام بدنامول او ټولې سیمې ته ګواښ دی."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د سیمې له هېوادونو غوښتنه کړې چې د دې ډول پېښو پر وړاندې چې په سیمه کې بې‌ثباتي جوړوي، همغږي، روښانه هوډ او دریځ خپل کړي.

داعش ډلې په کندهار کې هم د تېرې پنجشنبې په سهار د شوې حملې مسوولیت منلی و.