بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ طالبان: ۸ کسان مړه او یو ټپي دی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي په یوه ترافیکي پېښه کې د اتو کسانو د مړینې او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکوي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس حکمت الله محمدي له قوله خبر ورکوي چې دا پېښه پرون د وري په ۳مه نېټه په شغنان ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یو موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو. د هغه په وینا دا موټر له شغنان څخه مرکز فیض آباد ته روان و.

د لارو خرابي او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پېښو مهم عوامل بلل کېږي.

تېره اوونۍ په هلمند ولایت کې د طالبانو سیه ییزو چارواکو د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه په یوه ورته ترافیکي پېښه کې د لږترلږه ۲۱ کسانو د مړینې او د ۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.