فاریاب کې بارانونه او سېلابونه؛ طالبان: یو تن مړ شوی او ۵۰ کورونه ویجاړ شوي

د افغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت موقعیت

د فاریاب طالب سیمه ییز چارواکې وايي، په دې ولایت کې د بارانونو د ورېدو او سېلابونو د جاری کېدو له کبله یوه تن مړ شوی، ۵۰ کورونه ویجاړ شوي او په سلهاوو جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن پر خپلې ایکس شبکي یا پخواني ټویټر لیکلي، په فاریاب کې یو ښوونځی تخریب شوی او نژدې سل څاروي له منځه تللی دی.

باختر لیکي، سېلابونو د سرپل ولایت په مرکز کې ۳۴ کورونو په قسمي ډول تخریب کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د فاریاب په ګرزیوان، المار، قصار، چهلګزي، خواجه سبز او کوهستاناتو ولسوالیو کې بارانونه شوي او سېلابونه راوتلی دی.

په دې اړه چې دا سېلابونه کله راوتلی څه نه دي ویلي شوي، خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ د وري په دویمه نېټه د فاریاب او سرپل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل کړی و.