د اوکراین د برښنا تاسیسات، د اوبو بند او ژاپوریژیا اټومي بټۍ په نښه شوي

د روسیي د بریدونو له کبله په نښه شوې یوه سیمه

د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې د بریدونو له کبله دوه تنه وژل شوي دي.

روسیې نن جمعه د مارچ ۲۲مه پر اوکراین د بریدونو په نوی څپه کې د دې هېواد تر ټولو لوی بند او د ژاپوریژیا اټومۍ بټۍ په نښه کړي دي.

د اوکراین د اوبو او برښنا شرکت په یو بیان کې ویلي، روسیې په ژاپوریژیا کې د دینپرو بند په توغندو ویشتلی، خو سمدستي د بند د ماتېدو خطر نه‌شته.

په دې سره د اوکراین ډېرې برخې بې برښنا شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر ویلي، روسیې نن شپه پر اوکراین ۶۰ د ډرون الوتکو او ۹۰ توغندیز بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې: "نړۍ یرغلګر روسیه ولیده چې د اوکراین د برښنا او انرژۍ تاسیسات، د اوبو بند او د ملکیانو کورونه يې په نښه کړل."

له دې سره هممهاله د روسیې د توپونو د بریدونو له کبله د خارکییف سیمه برښنا او اوبه له کمښت سره مخامخ شوې ده.