غزه کې جګړه؛ امریکا د سمدستي اوربند په تړاو امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

امریکا به نن جعمه د مارچ ۲۲مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د هغه پرېکړه مسوده وړاندې کړي چې په غزه کې د "سمدستي اوربند" د اړتیا غوښتنه په کې شوې ده.

امریکا له دې وړاندې په ځلونو په غزه کې اوربند رد کړی، خو روسیه بیا په سیمه کې د سولې غوښتنې کې ده.

د تېر کال په اکټوبر کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پیل راهیسې امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند د مخنیوي لپاره په ځلونو د خپل ویټو له حق څخه په استفادې دا اوربند رد کړی دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله‌واله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس د اکټوبر پر ۷مه پر اسراییلو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور یې برمته کړل.

اسراییلو د دې بریدونو په ځواب کې پر غزې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په دې جګړه کې نژدې ۳۲زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان دي.