اوکرایني چارواکي: روسیې پر ژاپوریژیا ۱۲ توغندیز بریدونه کړي

په ژاپوریژیا کې د روسي توغندیو له کبله یو موټر اور اخیستی دی.

د اوکراین په ژاپوریژیا کې سیمه‌ییز چارواکو نن جمعه ویلي، روسیې پر دې سیمې دولس توغندیز بریدونه کړي چې مرګ‌ژوبله يې اړولې او د ژاپوریژیا په اټومي بټۍ کې يې د برښنا یوه برخه پرې کړې ده.

له دې سره هممهاله، د روسیې د توپونو د بریدونو له کبله خارکییف سیمه د برښنا او اوبه له کمښت سره مخامخ شوې ده.

د سیمې یوه چارواکي اوله سیني هوبوف پر خپل ټلګرام ویلي: "یرغلګرو د انرژۍ پر تاسیساتو ۱۵ بریدونه کړي دي."

د هغه په خبره، اوس په ښار کې برښنا نه‌شته.

بل پلو بیا د روسې په بلګورد سرحدي ښار کې یوه چارواکې نن جمعه ویلي، د اوکراین د توپونو په بریدونو کې یوه ښځه وژل شوې ده.