د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د کندهار پرونی برید وغانده

پرون په کندهار ښار کې په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي ټوماس وېسټ په کندهار کې پرونی برید غندلی دی.

وېسټ نن جعمه پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر دا برید "بې رحمه ترهګریز" برید بللی دی.

پرون په کندهار کې د نوي کابل بانک مخ ته په انتحاري برید کې لږترلږه ۲۱ تنه ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شول.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې دا برید خوارجو کړی چې اشاره یې داعش یا اسلامي دولت ډلې ته و.