پاکستان له "آی‌ایم‌ایف" څخه د یو میلیارد ډالره قرض ترلاسه کولو ته هیله ښودلې

د پاکستان صدراعظم

د پاکستان صدراعظم هیله ښکاره کړه چې راتلونکې میاشت به د پیسو له نړیوال صندوق یا "آی‌ایم‌ایف" څخه څه باندې یو میلیارد ډالره قرض ترلاسه کړي، خو د ده په وینا دا پیسې د پاکستان لپاره بسنه نه کوي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې شهباز شریف پرون په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، که چېرته پاکستان نور قرض ترلاسه نه کړي ژوند په دغه هېواد کې سخته کېږي.

پاکستاني رسنیو تېره میاشت راپور ورکړ چې د دوی د مرکزي بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۳م کال کې له جولای څخه د سږ کال تر جنورې پورې د پاکستان پورونه څلور زره میلیارده پاکستاني روپۍ زیات شوي چې اوس ټول قرض څلور شپېته زره اته سوه دوه څلوېښت میلیارده روپیو ته رسېدلی دی.