غزه کې د اوربند ټینګېدو او یرغملو د خوشې کېدو هڅې؛ د اسراییل د استخباراتو رییس قطر ته ځي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اسراییل د استخباراتو ريیس نن قطر ته ځي چې له هغو منځکړو سره وویني چې په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د حماس له سختدریځې ډلې څخه د یرغملو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر پرون پنجشنبې وویل، د دغه هېواد د استخباراتو ريیس ډیوید بارنه به نن جمعه قطر ته ولاړ شي چې له هغو منځکړو سره وویني چې په غزه کې د اوربند د ټینګېدو او د یرغملو د خوشي کېدو هڅه کوي.

د اسراییل د استخباراتو ريیس به په دوحه کې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او همداراز د امریکا د استخباراتو له ريیس ویلیم برنز او د مصر د استخباراتي ادارې له مشر عباس کامل سره ویني.

د دې کتنې هدف په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بلل شوي دي.

د اسراییل د استخباراتو ريیس ډیوید بارنه

د غزې د جګړې څه باندې ۵ میاشتې وځي.

دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس سختدریځې ډلې، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي بولي، د اکټوبر په اوومه پر اسراییل په حمله کې ۲۵۰ تنه یرغمل کړل.

یو شمېر یرغمل د تېر میلادي کال په وروستیو کې د لنډمهاله اوربند په ترڅ کې د لسګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشې شول.

د غزې د روغتیا وزارت پر اساس، چې د حماس له لوري اداره کېږي، په دې تړانګه کې تراوسه پورې ۳۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې منځ کې د جرمني د باندنیو چارو وزیرې انالنا بربوک پرون د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې پر رفح ښار د اسراییل د حملې د احتمال له درکه اندېښنه لري.

د جرمني د باندنیو چارو وزیره انالنا بربوک

د غزې نژدې یو نیم میلیون اوسېدونکو د اسراییل د هوايي او مځکنیو حملو له لاسه په رفح کې پناه اخیستې ده.

د نړیوالو له اندېښنو سره سره د اسراییل صدراعظم ټینګار کوي چې پر رفح به برید وکړي.

له بلې خوا پرون د اروپايي اتحادیې له مشرانو وغوښتل شول چې په غزې کې هم د نړیوالو قوانینو رعایتېدو ته هغسي درناوی وکړي چې په اوکراین کې یې غواړي ځکه چې سلګونه زره فلسطینیان د خوراکي موادو له شدید کمښت او احتمالۍ کاختۍ سره مخامخ دي.

په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو په غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش د دې اتحادیې له مشرانو وغوښتل چې هغو معیارونو ته درناوی ولري چې د ملګرو ملتونو په منشور او نړیوالو قوانینو کې درج دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوټېرېش خبریالانو ته وویل: "د نړیوال بشري قانون ابتدايي اصل د ملکیانو خوندیتوب دی. باید ټول بې له دوه ګونو معیارونو په غزه کې پر اصولو هغسي ودرېږي چې په اوکراین کې درېږي."