د افغانانو یوه بله ډله له اسلام اباد څخه جرمني ته ولېږدول شوه

د جرمني د یوه هوايي ډګر انځور

د افغانانو یوه بله ډله پرون پنجشنبې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه په الوتکه کې جرمني ته ولېږدول شوه.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې دا کسان هغه افغانان دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند له خطر سره مخامخ و.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت چارواکو نه دي ویلي چې په پرونۍ ډله کې څومره نارینه او څومره ښځې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۳۳ زره افغانان د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته بېول شوي دي.