د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې د کندهار پرونۍ انتحاري حمله وغندله

Your browser doesn’t support HTML5

سرچینې: د کندهار په نننۍ ځان وژونکې حمله کې ۱۹ کسان مړه او ۱۸ ټپیان دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کېرن ډیکر د کندهار پرونۍ انتحاري حمله وغندله او هغه یې وحشیانه وبلله.

کرن ډیکر پر خپله ایکسپاڼه د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانان باید پرېښودل شي چې په سوله او له هر راز وېرې پرته روژه ونیسي.

دې لیکلي چې دوی د ترور ټول اعمال، که هغه د کابل په دشت برچي کې کېږي یا د کندهار د نوي کابل بانک مخ ته، غندي او وحشیانه یې بولي.

د کندهار په پرونۍ انتحاري حمله کې شاوخوا شل تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

که څه هم تراوسه لا کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې دا برید خوارجو کړی چې اشاره یې داعش یا اسلامي دولت ډلې ته و.