انټوني بلېنکن له عرب مشرانو سره د خبرو لپاره قاهرې ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له جدې څخه قاهرې ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له عرب مشرانو سره د خبرو لپاره نن د مارچ په ۲۱ مه قاهرې ته ورسېد.

هغه به د دې سفر پرمهال په غزه کې د اوربند لپاره هڅه وکړي.

مخکې له دې د اسراییلو صدراعظم د امریکا جمهوريپال ګوند ته وویل چې د حماس ډلې پر ضد په جګړه کې به وقفه رانه‌شي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

له بلې خوا په غزه کې د الشفا روغتون په شاوخوا کې د اسراییلو عملیاتو چې نن یې څلورمه ورځ ده زور اخیستی.

دا د غزې په شمال کې یوازېنی روغتون دی چې ځینې برخې یې فعالې دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دې روغتون کې دننه یې ځینې ودانۍ د اور په لمبو کې د سوځېدو په حال کې لیدلې دي.