د اروپايي ټولنې مشرانو خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه پیل کړه

د اروپايي ټولنې یو شمېر مشران

د اروپايي ټولنې مشرانو نن د مارچ ۲۱مه خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د دې ټولنې د دفاعي صنعت د پیاوړي کولو او اوکراین ته د مهماتو د استولو پر بحثونو به متمرکزه وي پیل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسیې د یرغل پرضد د مقابلې لپاره د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.

رویټرز خبري آژانس د اروپايي ټولنې د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې تمه ده د اروپايي ټولنې د صنایعو کمیشنر تیري برِېتون به سرمشریزې ته په خپله طرح کې غړي هېوادونه له اروپايي کمپنیو څخه د نورو وسلو پېرلو ته وهڅوي څو په دې توګه د دې کمپنیو د تولید ظرفیت لوړ شي.

اروپايي چارواکي استدلال کوي چې د هېوادونو انفرادي هڅې ډېرې ګټورې نه دي او د دې ټولنې له اړوندو موسسو غواړي چې د دفاعي صنعت د پالیسۍ په برخه کې پراخ رول ولوبوي.