پاکستان : که د طالبانو حکومت د ټي ټي پي مخه ونه نیسي له افغانستانه هند ته سوداګریزې لارې تړو

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف وايي که افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې د ده په ټکو، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، مخه ونه نیسي، دوی به د پاکستان له لارې، له افغانستانه هند ته سوداګریزې لارې وتړي.

نوموړي، د چهارشنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:

"که افغانستان موږ سره د دښمن په څېر چلند کوي، نو موږ ولې هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟ "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د دغه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې د پاکستان حکومت په وار وار د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي یا امنیتي ترینګلتیا پر مهال افغانستان سره خپلې سوداګریزې او ترانزیتي لارې تړلې دي.

خواجه اصف دغه شان ادعا وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله ترهګري زیاته شوې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر، د خپلو خبرو په دوام کې وویل:

" د ځواک کارول وروستی انتخاب دی. موږ له افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو. "

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د دې ادعاوو په اړه هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خوارزمي:مونږ د خبرو او دیپلوماتیکو لارو د ستونزو د حل پلوي یوو، خو که څوک تېرې وکړي، افغانانو ثابته کړې چې د خپل ځان د دفاع وړتیا لري."

خو تازه، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره مرکه کې چې پرون د وري په لومړۍ نېټه خپره شوې ویلي:

" مونږ د خبرو او دیپلوماتیکو لارو د ستونزو د حل پلوي یوو، خو که څوک تېری وکړي، افغانانو ثابته کړې چې د خپل ځان د دفاع وړتیا لري."

د پاکستان د نوي حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر منځ د اړیکو په اړه، سیاسي او پوځي کارپوهان بېلابېل نظرونه لري.

د پوځي چارو پوه، احمد خان اندړ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست په اړه وايي.

"د دوی سیاست د افغانستان په هکله تل مضرانه و، هیڅ کله د افغانستان دوستان نه دي شوي. "

د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پوه، غوث جانباز بیا وايي، پاکستان د خپل کورنیو مسایلو د ډب کولو لپاره، پر افغانستان بریدونه کوي.

"دوی غواړي د کور دننه خپلې لانجې ډب کړي. ټولنیز اذهان منحرف کړي، په یو ترتیب وښيي چې کړکېچ له بل ځای نه راځي په داسې حال کې چې کړکېچ ټول دننه په پاکستان کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې د کب د ۲۸مې په سهار پاکستاني الوتکو په پکتیکا او خوست کې پر دوو کورونو په دې ادعا سره چې د ټي ټي پي غړي یې په نښه کړي، هوايي بریدونه وکړل چې ۵ ښځې او درې ماشومان په کې ووژل شول.

غوث جانباز: پاکستان غواړي د کور دننه خپلې لانجې ډب کړي. ټولنیز اذهان منحرف کړي

د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې دا بریدونه د ملکي وګړو په کورونو شوي، په غبرګون یې ځوابي ډزې وکړې او ویاند یې ذبیح الله مجاهد د پاکستان حکومت دا اقدام ، د افغانستان پر حریم تېری او غیر سنجیده اقدام وبللو.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف دراني د کب په ۲۶په یوه ناسته کې ادعا کړې وه چې د ټي ټي پي ډلې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ غړي په افغانستان کې موجود دي چې د هند لخوا او د افغان نیابتیانو له لارې پيسې ترلاسه کوي.

د پاکستان حکومت په تېر کې هم، په وار وار تورونه لګولي چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه تل رد کړي او ويلي يې دي چې په پاکستان کې د امنيت د ټينګښت مسووليت نه لري او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي.