کندهار کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۵ نور ټپيان کړي

د چاودنې سيمه

د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوي کابل بانک د ودانۍ مخې ته نن سهار یوې چاودنې ۴ کسان وژلي او له ۲۵ زیات نور یې ټپیان کړي دي.

د مرګ ژوبلې دا شمېرې په میرویس روغتون کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړي.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي چې دا یوه انتحاري حمله وه.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس انعام الله سمنګاني په دې چاودنه کې د یو شمېر کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي.

ویل کیږي چې د چاودنې پرمهال د طالبانو غړو له کابل بانک څخه معاشونه ترلاسه کول.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.