بلېنکین: امنیت شورا ته مو غزه کې د مشروط اوربند طرحه وړاندې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین وايي هېواد یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د هغه پرېکړه لیک طرحه وړاندې کړې چې د ده په وینا، په غزه کې سمدستي اوربند د اسراییلي برمته وو له خوشې کولو سره اړوند بلل شوي.

بلېنکین چې د اسراییلو او حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته د شپږم ځل لپاره منځني ختیځ ته سفر کوي، همداراز ویلي واشنګټن هیله لري چې نور هېوادونه به د دې پرېکړه لیک ملاتړ وکړي.

متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د غزې په تړانګه کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس له حملې وروسته پیل شوه.

په دې حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او ۲۴۰ نور برمته شول.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي؛ ویلي دي چې د اسراییلو په حملو کې تراوسه له ۳۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون په جده کې له سعودي چارواکو سره وکتل او تمه ده چې نن به مصر ته ولاړ شي.