بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې له هر ډول توپیر پرته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید نجونو ته په هر عمر کې چې وي، د تعلیم اجازه ورکړي.

ایمنسټي انټرنیشنل په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو، دا یادونه هم کړې چې د نجونو پر تعلیم بندیز هېڅ راز توجیه نه لري او د تعلیم لپاره د بشري حقونو له اساسي اصولو سرغړونه ده.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما ویلي، داسې مهال چې په افغانستان کې تعلیمي کال پیلېږي له ۱۱ کلونو د لوړ عمر لرونکو نجونو پر تعلیم د بندیز ۹۰۰ ورځې پوره شوي.

یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې دا بې دلیله او مضر بندیز پای ته ورسوي.

یوناما همداراز ویلي دي چې تعلیم د سولې او سوکالۍ لپاره اړین دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ډېری نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز ترڅنګ ښځې هم په اکثر دولتي او نړیوالو اداره کې له کاره منع کړې دي.