د اسراییل دفاع وزیر امریکا ته سفر کوي

یواف گالانت

ټاکل شوې د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګالانت (Yoav Gallant را-روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

دا سفر داسې وخت کېږي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د پلان شویو عملیاتو د ځنډولو په اړه پر اسراییل فشارونه زیات شوي دي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون چهارشنبه ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په بلنه به د دوی یو هیئت واشنګټن ته سفر وکړي.

د اسراییل دغه چارواکي به په واشنګټن کې پر هغو پلان شویو پوځي عملیاتو خبرې وکړي چې امریکا یې مخالفت کړی دی.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي له نړیوالو مخالفتونو سره- سره به په رفح ښار کې پوځي عملیات پیل کړي.

په غزې تړانګه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل حمله وکړه، لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډلې یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي تر اوسه په غزه کې د روانو عملیاتو له کبله نږدې ۳۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.