ملګري ملتونه: تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان ۳۴ سلنه ځنګلونه له منځه تللي

په کونړ کې د ځنګلونو وهلو یو تصویر

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ځنګلونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کلونو جګړو او ناغېړیو د دغه هېواد پر ځنګلونو ډېرې اغېزې کړې دي.

دغې ادارې پرون په یوه معلوماتي ویډیو کې ویلي افغانستان ۱ اعشاریه ۷۸ ملیونه هکټاره ځنګلونه او ځنګلي سیمې لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي یوازې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان ۳۴ فیصده ځنګلونه له منځه تللي دي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له کلونو راهیسې په خپلسري ډول د ځنګلونو وهل روان دي چې حکومتونه یې لا هم په بشپړ مخنیوي نه دي بریالي شوي.

د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو نړیواله ورځ ده او له ۲۰۱۳م کال راهیسې هر کال په نړۍ کې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د انساني نړۍ په ژوند کې د ځنګلونو اهمیت ژوندی وساتل شي.