د پاکستان ګوادر بندر کې پر حکومتي ادارو برید؛ بګټي: اته واړه بریدګر وژل شوي

د ګوادر بندر یوه څنډه

د پاکستان د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بګتي وایي، په ګوادر بندر کې پر حکومتي ودانیو ټول اته واړه بریدکوونکي وژل شوي دي.

بګټي پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغو وسله والو نن د ګوادر بندر پر حکومتي ودانیو د برید هڅه کوله.

نوموړي په برید کې پاکستاني ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس په ګوادر بندر کې د یوه حکومتي کمشنر سعید احمد عمراني په حواله لیکلي وو چې حمله کوونکو د استخباراتي ادارو په ګډون په یوشمېر دولتي ودانیو برید کړی.

د عمراني په خبره، دوی د پاکستاني ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات راټولوي.

ګوادر بندر هرمز تنګي ته نژدې د عرب سمندرګي د تېلو د بېړیو یوه حیاتي لاره ده.

د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ګوادر کې یې د پاکستان استخباراتي تاسیسات په نښه کړي دي.