ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو د بشري مرستو د وجهي صندوق رامنځته کول ۱۰ کلن شو

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق (IHF) له جوړېدو لس کاله تېر شوي او دا په افغانستان کې د بدلون لسیزه وه.

اوچا د سه شنبې په ورځ (مارچ ۱۹) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق (IHF) سره شاوخوا یو میلیارد ډالر مرسته شوې او دې ادارې له ټولو مرسته کوونکو او همکارانو مننه کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د وروستیو شمېرو له مخې؛ سږ کال به د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس، شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.