د سپینې ماڼۍ ویانده: طالبان او پاکستان دې خپل اختلافونه په خبرو حل کړي

د سپینې ماڼۍ ویانده، کرین ژان پییر

پر افغانستان د پاکستان له هوايي حملو وروسته متحدو ایالتونو یوځل بیا پر دواړو خواوو غږ کړی چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې اوار کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر بېګا له طالبانو وغوښتل چې دا خبره یقیني کړي چې د افغانستان له خاورې به تروریستي حملې نه کېږي.

مېرمن ژان پییر زیاته کړه امریکا پر دې ژمنه ولاړه ده چې افغانستان باید هېڅکله د هغو تروریستي ډلو په ځاله بدل نه شي چې متحدایالتونو یا متحدانو ته یې ګواښ پېښوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د پاکستان په بمبارۍ کې د ملکي وګړو پر تلفاتو خپګان وښود، خو په څنګ کې یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له خپل قلمرو څخه د تروریستي حملو مخه ونیسي.

پرون له دې مخکې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند ودانت پاتیل هم په یوه خبري غونډه کې دې ته ورته څرګندونې وکړې.

د طالبانو حکومت د امریکايي چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د پاکستان له هوايي حملو وروسته یې وویل چې د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې یې د پاکستان پوځي اډې په نښه کړې دي.