یونیسف: غزه کې د اسراییل د عملیاتو پر مهال تر ۱۳ زرو زیات ماشومان وژل شوي

د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۱۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په غزه کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او حتی د ژړا انرژي هم نه لري.

د یونیسف اجرایه مشرې کاترین رسل (Catherine Russell) د امریکا له CBS نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې پرون وویل، په زرګونو نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم په دې نه پوهېږي چې چېرې دي، هغوی ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.

د هغې په وینا، دوی د نړۍ په یوه شخړه کې هم د ماشومانو دومره لوی شمېر مړینه نه وه لیدلې.

پر اسراییل په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې، په غزه کې د لوږې زیاتېدو او د مرستو د مخنیوي له کبله په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.