لومړنۍ پایلې؛ پوتین د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو څه باندې ۸۷ سلنه رایې ګټلې دي

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین

د روسیې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ۸۷ سلنې ډېرې رایې ګټلې دي. کرملین ته نژدې یوې څېړنیزې ادارې دغه احصایه خپره کړې ده.

د روسيې د ټاکنو مرکزي کمېسيون تېره شپه (د مارچ ١٧مه) وويل چې په ټاکنو کې له ٧٠ سلنې څخه زياتو مستحقو رايه ورکوونکو برخه اخيستې وه.

د دغو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ میلیونه و.

په غیرمستقیم ټاکنو کې چې درې ورځې یې دوام وکړ، درې کاندیدان د پوتین په وړاندې درېدلي وو چې ویل کېږي کرملین ته نږدې کسان دي.

پوتین له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په روسیه کې واک چلوي او اوس له دې بریا سره به د نورو شپږو کلونو لپاره ولسمشر پاتې شي.

کارپوهان او منتقدین وايي چې د روسیې ټاکنې، د رایې ورکولو سره سره، په حقیقت کې د ولادیمیر پوتین د مودې غځول وو.