روسیه: د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی

پر روسیې د اوکراین د یوه وروستي برید نښې

د روسیې په جنوبي ښار (سامارا) کې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې له بریده وروسته د تېلو په یوه چاڼځای کې اور ولګېد.

تراوسه څرګنده نه ده چې اور څومره دوام کړی او یا یې څومره تاوان اړولی دی، خو ویل شوي چې دغه چاڼځای د ورځې ۱۷۰ زره بیرله تېل تصفیه کول.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس پرون (شنبې) راپور ورکړ چې په چاڼځای کې اور کنټرول شوی خو د بشپړه وژلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

په وروستیو ورځو کې اوکراین د روسیې د تېلو پر درو چاڼځایونو بریدونه کړي دي.