د غزې روغتیا وزارت: د اسراییلو بمبارۍ ۶۱ فلسطینیان وژلي

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تېره شپه پر غزه د اسراییل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ، په قطر کې پر نوي اوربند په مذاکرو کې د برخې اخیستو لپاره د خپلو مرکچیانو د لېږلو په چمتووالي بوخت دی.

د اسراییل د صدراعظم دفتر وايي مخکې تر دې چې د دوی مرکچیان دوحې ته روان شي، د اسرائیل امنیتي او جنګي کابینې په خپله غونډه کې د دغو مرکچیانو د ماموریت په اړه بحث وکړ.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه مرکچیان د خبرو د تازه پړاو لپاره کله روانېږي، خو تر دې مخکې حماس ډلې په جګړه کې د وقفې او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره نوی پېشنهاد وسپاره.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزې تړانګه کې څه باندې پنځه میاشتنۍ جګړې هلته بشري بحران سخت کړی او ملګرو ملتونو په وار- وار په دې سیمه کې چې د وګړو شمېر یې ۲ ملیونه او ۴سوه زرو ته رسېږي، د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.