د اصف دراني ادعا؛ د ټي ټي پي تر ۶ زرو غړي په افغانستان کې مېشت دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي دراني

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي دراني ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د غړیو شمېر د ۵ زرو او ۶ زرو ترمنځ دی.

ده پرون په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې همداراز وویل چې هند د ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي.

اصف علي دراني، بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي وویل چې پاکستان له ټي ټي پي څخه د هند د ملاتړ ثبوتونه لري.

پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب څو ځلې له ټي ټي پي سره خبرې وکړې، خو د دوی خبرې بریالۍ نه شوې.

ښاغلي دراني وویل له ټي ټي پي سره خبرې ځکه بریالۍ نه شوې چې دا ډله د پاکستان اساسي قانون نه مني او وسله پر ځمکه نه ږدي.