غزه کې د اوربند په اړه ځنډیدلې خبرې ممکن نن قطر کې پيل شي

د قطر د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

د مصر چارواکي وايي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ پر اوربند د سلا کېدو لپاره ځنډېدلې خبرې ښايي نن یکشنبه په قطر کې په جدیت سره پیل شي.

له کله چې د روژې مبارکه میاشت پیل شوې دا به لومړی وار وي چې د اسراییل چارواکي او د حماس ډلې رهبران په مستقیمو مذاکرو کې برخه اخلي.

نړیوالو منځګړو تمه ښودلې وه چې تر روژې مخکې به د شپږو اوونیو لپاره پر یوه لنډمهاله اوربند سلا وشي، خو حماس ډلې هره هغه موافقه چې په غزه کې د دایمي اوربند لپاره لاره نه پرانیزي، رد کړه.

اسراییل له دایمي اوربند سره مخالفت کړی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي او د غزې د ۲ ملیونو او ۳ لکه وګړو ډېره برخه له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.