ملګري ملتونه: افغانستان د خوراکي توکو د کمښت ناورین سره مخ دی

تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې نن سبا له سخت غذايي بحران سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د دې پروګرام ویاند فلیپ کروف د ترکیې له انادولو اژانس سره په خبرو کې ویلي، ښځې او ماشومان تر نورو زیات د لوږې له بحران څخه کړېږي.

د هغه په وینا، دا مهال د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي چې شمېر یې څه کم ۱۶ ملیونو ته رسېږي، له لوږې سره مخامخ دي او په هر ولایت کې د خوړو نه خوندیتوب د زیاتېدو په حال کې دی.

ښاغلي کروف ویلي، له دې ډلې درې نیم ملیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له اضطراري حالت سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پرورګرام وايي، سخته خوارځواکي هغه بل مورد دی چې په افغانستان کې ماشومان په دوامدار ډول ترې مري.