جرمني په غزه کې له دوو الوتکو بشري مرستې ښکته کړې

ارشیف: د غزې پر جګړه ځپلو خوراکي توکي ویشل کېږي.

جرمني نن په غزه کې له دوو الوتکو چې هره یوه یې تر اتلس ټنه وزن لېږدوي، د پراشوتو په مرسته بشري مرستې ښکته کړې.

تر دې مخکې د امریکا متحد ایالتونو او فرانسې د هوا له لارې په محاصره شوې غزه کې بشري مرستې کړې وې.

مرستندویه موسسو د غزې د خلک وضعیت ډېر ناوړه بللی دی.

ملګري ملتونه وایي چې د غزې خلک نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.