د بدخشان اوسېدونکي: شورچای باید د نړۍ د دودیزو خوړو په ډله کې شامل شي

د بدخشان شورچای

په بدخشان کې يو شمېر فرهنګيان وايي چې د دې ولايت دوديز څښاک، شورچاى بايد د نړۍ د دوديزو خوړو په ډله کې شامل شي.

د بدخشان ولايت يو شمېر فرهنګيان وايي، شورچاى د دوى مشهور محلي څښاک دی چې اوږده تاريخي مخينه لري او د دې ولايت د اوسېدونکو تر منځ ډېر عام دى او ډېر زيات څښل کېږي.

دوی دا غوښتنه هم لري چې شورچاى دې دې نړۍ د محلي خوړو په ډله کې شامل شي.

د دوى په تکو شورچاى د دوى د ورځيني ژوند برخه ده او د غم او ښادي په پروګرامونو او ان ټوليزو ناستو کې يې چمتو کوي.

په بدخشان کې ليکوال او شاعر شمس علي وايي چې شورچاى له ډېر پخوا د بدخشان د خلکو ترمنځ دود و او په کورنيو کې تراوسه جوړېږي.

هغه وايي: "اوس شورچاى د ټولو خلکو تر منځ ډې معمول او عام دى که امير دى او که غريب چې دا د دې لامل شوي چې د شورچاى جوړول او کارېدل لا ډېر عام شي او شورچاى ته يې تاريخي ټولنيز او ان کلتوري رنګ ورکړي ډېر به ښه شي چې شورچاى د نړۍ د تاريخي او ډېر کارېدونکي څښاک په ډله کې راوستل شي او تاريخي او ځانګړى ځاى ورکړل شي."

د بدخشان اوسېدونکي وايي، شورچاى د دوى د ورځني ژوند برخه ده او په د غم او ښادي په پروګرامونو او ان ټوليزو ناستو کې يې چمتو کوي.

شاوخوا درې مياشتې وړاندې حتى يو ناسته "شعر در نفس هاى ګرم شورچاى" په نوم د بدخشان په فيض آباد ښار کې جوړه شوې وه چې شاعرانو د شورچاى د څکلو تر څنګ د دې خوړو په ستاينه کې شعرونه هم وویل.

د بدخشان يو شاعر او يو بل فرهنګپال عبدالبصير وثيق وايي چې شورچاى د ډېرې کډوالۍ له امله اوس د افغانستان له پولو هاخوا هم پېژندل شوي څښاک دی.

هغه وویل: "شورچاى د بدخشان، افغانستان او شمال د خلکو يو له سهارنيو څښاکو څخه دی او ان هغه بدخشانيان چې له افغانستانه بهر دي هم دا خوندور څښاک ډېر څښي."

د بدخشان د بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر بېوزله کورنۍ ان د ورځې درې وخته شورچاى د ارزانه خوړو په توګه پخوي.

د مايمې درواز ولسوالۍ اوسېدونکى امرخدا وايي: "زه ډېری کورنۍ پېژنم چې د ورځې درې ځلي ان د شپې له‌خوا شورچاى څښي. دا د خلکو د کلتور یوه برخه شوې او د خلکو د اقتصاد د ټیټې کچې له امله هم ډېر څښل کېږي."

د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی عبادالله وايي چې په بدخشان کې کورنۍ د روژې په مبارکه میاشت کې شورچاى د ګټور څښاک په توګه په پېشلمي کې هم جوړوي او څښي یې.

شورچاى له شيدو، تور چاى، مالګې، چهار مغز او پېروي څخه جوړېږي.

هغه وویل: "دا یو ډېر قوي څښاک دی او په ورته وخت کې دا د بدخشانيانو د کلتور برخه ده ، که څوک دا خواړه سهار وخوري، تر مازديګره به په حال وي، د بدن مقاومت به یې زیات وي او د ورځې تر ناوخته پورې به وږى نه شي."

د بدخشان د فرهنګپالو او اوسېدونکو په وینا، شورچاى د شیدو، تور چای، چارمغز، مالګې او پيروي جوړېږي او دغه محلي خواړه نه یوازې په بدخشان، بلکې د کندز تخار بغلان په ګډون په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم ډېر خوښونکي لري.

د دوی په خبره، شورچاى د شتمنو کورنیو لپاره خوندور خواړه دي چې له لګښتونو سره له ځانګړې مالګينو کلچو سره خوړل کېږي، خو بېوزله کورنیو لپاره ارزانه او اقتصادي خواړه دي.

د بدخشان د فرهنګيانو د معلوماتو پر بنسټ، د شورچاى جوړولو دود په لرغونې زمانه کې د بدخشان د سوداګرو له‌خوا چې د تجارتي مالونو د تبادلې لپاره به چين ته تلل راتلل، د چين د تبت له خپلواکې سيمې چې د ورېښم په لارې پرته وه بدخشان ته راوړو.