طیب: د نړیوالې ټولنې خاموشي طالبان نور هم زړور کړل

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازولۍ یوځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د وضعیت په اړه غږ پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې د افغانستان قونسل محب الله طیب پرون د بشري حقونو پنځه پنځوسمې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د نړیوالې ټولنې خاموشي طالبان نور هم زړور کړل.

هغه وايي: "د نړیوالې ټولنې دا تمه چې په افغانستان کې به مثبت بدلون راشي عملي نه شوه، خو برعکس د بشري حقونو د سیسټم ناکافي اقداماتو طالبان نور هم زړور کړل چې د معافیت په لرلو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي."

طیب د طالبانو حکومت د اپارټایډ رژیم وباله او ویې ویل چې د دې رژیم په واکمنۍ کې نجونې او ښځې کړېږي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د اقداماتو په نتیجه کې نه یوازې د بشري حقونو فعالان، ژورنالیستان او هنرمندان بلکې د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو غړي هم اغېزمن شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت نه یوازې د تېر پرځېدلي جمهوري نظام چارواکي انتقادونه کوي بلکې د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر ترک هم د کب په ۱۴مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوې مخکینۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پر سیستماتیکو سرغړونو خواشینی دی.