ملګري ملتونه: ۳۶ سلنه افغانان د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري

ارشیف: په افغانستان کې په خوراکي توکو بار د ملګرو ملتونو موټرې

د ملګروملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د غذایي خوندیتوب له پلوه اندېښنه لري.

دا څرګندونې د دې ادارې د سرچینو د څانګې رییس الکس برنز افغانستان ته د سفر پرمهال کړې دي خو نوموړی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دې ادارې تېر کال له څه باندې لس میلیون افغان بزګرانو سره مرسته کړې.

برنز پرون پر ایکس شبکې کندهار ته د خپل سفر او له بزګرانو سره د خپلو لیدنو په اړه ویلي دي چې ده له یو شمېر کروندګرو سره د هغوی د ستونزو، د ځمکو د حاصلاتو، د اوبو د سرچینو او اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

برنز په یوه ویډیو کې چې پر ایکس شبکې یې خپره کړې ویلي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په افغانستان کې تردې دمه ۷۰ زره چکډمونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیون وګړي کافي خواړه نه لري.