په هرات کې د اورلګېدنې له کبله دوه کسان مړه او یو ټپي شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات کې یوې اورلګېدنې دوه کسان مړه او یو یې ټپي کړی دی.

د باختر اژانس هرات څانګې خبر ورکړی چې اور بېګا د هرات په عراق دروازې سیمې کې د پترولو په یوه پلورنځای کې لګېدلی و.

مړه او ټپيان د یوې کورنۍ غړي دي.

یو وژل شوی کس هم معیوبه و چې د پېښې په وخت بهر نه شو وتلی.

په پېښه کې د پټرولو پلورنځای او یو موټر هم سوځېدلي.