کرزي تجارتي او اقتصادي همکاریو ته د تهران د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او ایران تر منځ تجارتي او اقتصادي همکاریو ته د تهران د پاملرنې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

د کرزي له دفتره پرون ناوخته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې وکړې.

وړاندې ویل شوي، چې دواړو لوریو په افغانستان او سیمه کې د روانو حالاتو په باب هم خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم ضروري بللی دی.