د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې

په روسیه کې د ولسمشرۍ له روانو ټاکنو یو انځور

په روسیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې چې درې ورځې به دوام کوي، خلکو رایه ورکول پیل کړل.

اټکل کېږي چې ولسمشر ولادمیر پوتین به دغه ټاکنې په اسانۍ وګټي او خپلې واکمنۍ ته به د شپږو نورو کلونو لپاره دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې په روسیه کې پر سیاسي مخالفانو او خپلواکو رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي، جدي سیاسي مخالفان د پوتین په وړاندې په دغو ټاکنو کې له کاندیداتورۍ راګرځول شوي دي.

دا له کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړ، لومړی وار دی چې په روسیه کې لویې ټاکنې کېږي او ویل شوي چې دا ټاکنې به ازادې او عادلانه نه وي.