حماس ډلې منځګړو ته د اوربند د یوې موافقې هر اړخیز پلان سپارلی

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د فلسطینیانو توندلارې ډلې حماس پرون پنجشنبه ویلي چې منځګړو ته یې د اوربند د یوې موافقې هراړخیز پلان سپارلی دی.

د دې ډلې په وینا، دغه پلان په غزې تړانګه کې د اسراییل د تهاجم د بندېدلو، د بشري مرستو برابرولو او په غزه کې خپلو کورونو ته د بېځایه شویو د ستنېدو غوښتنه کوي.

حماس ډله وايي، په دغه پلان کې یې د فلسطینیانو له قلمروونو د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه هم شوې ده.

له اوونیو راهیسې د قطر او مصر په منځګړیتوب په غزه کې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو هڅې روانې دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی په پلان کې د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې موضوع هم شامله ده.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر له اوومې د غزې په جګړه کې له ۳۱زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۳زرو زیات نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.