محمد مصطفی د فلسطیني ادارې نوی لومړی وزير ټاکل شوی

د عکس ښي لور ته د فلسطیني ادارې نوی لومړی وزير محمدمصطفی او چپ لور ته محمود عباس

محمد مصطفی د فلسطیني ادارې نوی لومړی وزیر ټاکل شوی دی.

مصطفی د فلسطیني ادارې د مشر محمد عباس د اقتصادي چارو سلاکار و.

۶۹ کلن محمد مصطفی چې د امریکا له جورج واشنګټن پوهنتونه فارغ دی د فلسطین د ازادۍ سازمان د اجرایي کمېټې غړی دی.

تر محمد مصطفی مخکې محمد اشتیه د فلسطین لومړی وزیر و.

محمد اشتیه چې پر اسراییل د حماس د اکتوبر ۷مې له برید وروسته یې د ځینو بدلونو غوښتنه کړې وه درې اوونۍ مخکې استعفی ورکړه.

پر اسراییل د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس هغه برید د دې لامل شو چې په غزه کې جګړه پیل شي او تر دې دمه پکې څه باندې ۳۱زره کسان ووژل شي.