طالبانو د پاکستان له نوي حکومت سره د اړیکو پیاوړتیا غوښتې

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافېر سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د پاکستان نوی حکومت په مثبتې پالیسۍ په افغانستان کې د دوی له حکومت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده ګامونه واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې امیرخان متقي او عبیدالرحمان نظاماني پرون سره وکتل.

ده د نظاماني په قول لیکلي چې د پاکستان نوی حکومت هڅه کوي چې د ستونزو د حل کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

نظاماني روانه اوونۍ په کندهار کې د طالبانو له والي ملاشیرین اخوند سره کتلي وو.