یوه امریکايي سناتور په مشروط ډول له افغانستان سره د مرستو درول غوښتي

امریکايي سناتور مارکو روبیو

امریکايي سناتور مارکو روبیو له کانګرس څخه وغوښتل چې افغانستان ته تر هغو مرستې ودروي چې ډاډ ترلاسه شي، د امریکا پیسې د طالبانو لاس ته نه ورځي.

د جمهوریپال ګوند غړي روبیو ویلي چې کانګریس ته یې په دې اړه لایحه په دې خاطر وړاندې کړې چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې په افغانستان کې د تروریستانو لاس ته ورنه شي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د امریکا متحدوایالتونو څه باندې دوه میلیارد ډالره نغدې افغانستان ته لېږلي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د امریکا او نورو هېوادونو مرستې په کابل کې یوه خصوصي بانک ته ورکول کېږي او وروسته یې نړیوالې مرستندویې موسسې پر بشري چارو لګوي.

ویل کېږي چې د دغو مرستو له کبله په افغانستان کې د بشري ناورین مخه نیول شوې ده.