اسراییلي ځواکونو ۶ فلسطینیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اسراییلي ځواکونو په ډزو ۶ هغه فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي چې په غزه ښار کې د مرستو لاریو ته انتظار وو.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د غزې ښار په شمال کې پرون دغه فلسطینیان په کویت څلورلاري کې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو چې د اسراییل ځواکونو ورباندې ډزې پیل کړې.

د دې پېښې په اړه د اسراییل پوځ سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.

په غزه کې روانې شخړې د دې کلابندې شوې سیمي د دوو میلیونو او درې لکه اوسېدونکو ډېره برخه کډې کولو ته مجبوره کړې او هلته د لوږې او قحطۍ خطر پراخ شوی دی.