په غزني کې د دوو محلي راډیوګانو پر بندېدو اندېښنې وښودل شوه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولایت موقعیت

د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د لنډې مودې لپاره د دوو محلي راډیوګانو پر بندېدو او د ښاروالۍ له‌خوا د فعالیت د دوام لپاره یې پر وړاندې کړو شرطونو اندېښنه ښکاره کړې ده.

دې مرکز نن پنجشنبې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د شمله او د هکده په نومونو دوه خصوصي راډیو ګانې چې د غزني ښاروالۍ د لنډې مودې لپاره بندې کړې وې، د فعالیت له بېرته پیلولو سره یې په دې شرط موافقه کړې چې باید له دې ښاروالۍ د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د غزني د ښاروالی دغه اقدام د جدي اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، کله چې رسنۍ له څو وزارتونو د فعالیت جواز لري، په محلي کچه د جواز اخیستو ته اړ ایستل یې پر رسنیو یو اضافي فشار دی چې راوستل کېږي او باید ترې د دې شي غوښتنه ونه‌شي.

د دې مرکز په خبره د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم له رسنیو ښاروالیو ورته غوښتنې کړي دي.