ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت په ښه کېدو دی

ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا " ایف اې او" وایي په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت په ښه کېدو دی، خو په دې اړه د روان بحران پای ته رسېدل ډېر لیرې دی.

دې سازمان نن پنجشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي او د سرچینو د همغږي کولو د چارو د مشر الکساندر جونس یو لړ څرګندونې راخیستي چې افغانستان ته له وروستي سفروروسته یې په یوه مرکه کې کړي دي.

هغه ویلي، که څه هم په افغانستان کې د له ۱۵ میلیونه زیاتو وګړوچې د دې هېواد د نفوسو ۳۶ سلنه جوړوي، د خوړو د خوندیتوب وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو هلته "ایف اې او" د نورو شریکانو په مرسته تېر کال له لس میلیونه زیاتو بزګرو سره مرسته کړې او نیت لري چې د نوي کال لپاره د غنمو د تخمونو، د حیواني واکسینونو او د کرنې د تولید په نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې دغه لاسنیوي، له دې سره مرسته کړې چې په تدریجي ډول په دې هېواد کې د خوړو خوندیتوب ښه شي.

دې سازمان ویلې، دغه مرستې د خوړو د خوندیتوب په وضعیت کې ځکه مهم رول لوبوي چې د افغانستان د نفوس اتیا سلنه وګړي خپل عواید له کرنې ترلاسه کوي.

جونس، چې افغانستان ته په وروستي سفر کې یې په کلیوالو سیمو کې له یو شمېر بزګرو او مالدارانو سره کتلي، وایي چې د تېر یوه یا دوو کلونو په پرتله په دې هېواد کې د خوړو وضعیت ښه شوی، خو ډېرې ستونزې لا په خپل حال پاتې دي.

هغه د بیلګې په توګه پر بزګرو او مالدارنو د اقلیم د بدلون او وچکالۍ د ناوړه اغېزو، د عوایدو د کمېدو او له پاکستانه وطن ته د افغانانو د بېرته ستنېدو په ګډون ځینې ستونزې جدي بللي او ویلي یې دي چې د دغو ستونزو د هواري لپاره ډېر کار په‌کار دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د نسبي ښه کېدو خبره داسې مهال کوي چې د خوړود نړیوال پروګرام په وینا د دې هېواد شاوخوا دېرش ملیون وګړي کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.