پر ۲ سوه ټنه خوراکي موادو باره کښتۍ د غزې پر لور د تګ په حال کې ده

د خوراکي توکو لېږدونکې بېړۍ

په داسې حال کې چې د اسراییل له خوا کلابندې شوې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د نړیوالو هڅې ګړندۍ شوي؛ د دې سیمې پر لور په دوه سوه ټنه خوراکي مواد باره لومړنۍ کښتۍ ورو حرکت کوي.

په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه لویې ادارې وویل چې یوه ورځ مخکې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د دې ادارې پر یوه زېرمتون د اسراییل په هوایي برید کې یې یو کارکوونکی وژل شوی دی.

له دغې ادعا وروسته اسراییل وژل شوی کس د حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، یو غړی یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه په یوه راکټي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن پرون چهارشنبې وویل چې واشنګټن له یو شمېر هېوادونو سره کار کوي ترڅو غزې ته د سمندر له لارې د مرستو رسولو لپاره یوه همغږي رامنځ ته شي.

ښاغلي بلېنکېن وویل د سیمې او نړۍ یو زیات شمېر هېوادونو غزې ته د سمندري کوریدور د پرانیستلو ملاتړ کړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د پلان له مخې، د امریکا پوځ به یوبندر ایجاد کړي چې په ورځ کې به غزې ته د تر دوه میلیون وخته خوړو رسولو ظرفیت لري.