افغانستان د پنځو تر ټولو تروریزم ځپلو هېوادونو له ډلې اعلان شو

له ارشیفه د کابل ښار یوه څنډه

د نړیوال تروریزم د ۲۰۲۴ کال په انډیکس کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د هغو پنځو هېوادونو له کتاره وتلی او شپږم ځای یې نیولی چې تر ټولو زیات له تروریزم اغېزمن دي.

په دغه انډیکس کې چې د سولې او تروریزم د انستیتوټ له خوا نوی خپورشوی، افغانستان نورد تروریزم ترټولو ځپل شوی هېواد نه دی بلل شوی.

د نړیوال تروریزم په انډیکس کې افغانستان له ۲۰۱۸ کال وروسته هرکال په نړۍ کې د تروریزم له تر ټولو پنځو ځپونکو هېوادونو ګڼل کېده.

په دې نوي انډیکس کې ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په تروریزم کې د پام وړ کموالی راغلی او د تروریستي بریدونو په تړاو ۱۱۹ مړینې ثبت شوي چې دا د وړم ۲۰۲۲ کال په نسبت ۸۱ سلنه کموالی ښیي.

همدارنګه ویل شوي چې په دې کال کې د تروریستي بریدونو شمېر هم کم شوی او دا ډول پېښې ۷۱ سلنه کمې شوې دي.

د نړیوال تروریزم انډیکس دغه راز وایي چې افغانستان سږ ۲۰۲۴ کال له تېرو دوو لسیزوراهیسې د تر ټولو کمو تروریستي فعالیتونو شاهد دی او زیاتوي په داسې حال کې چې د تروریزم اغېزې د پام وړکمې شوې؛ خو دا په دې معنی نه ده چې په افغانستان کې سوله په بشپړه توګه ټینګه شوې ده.

د نړیوال تروریزم انډیکس په خپل سږني راپورکې افغانستان داسې مهال د نړۍ له ترټولو تروریزم ځپونکو هېوادونو له ډلې ایستلی چې په دې هېواد کې په تېرو دوو لسیزو جګړو کې ښکېله مهمه ډله یعنې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي.

د طالبانود سرپرست حکومت چارواکي هم تل په خپلو څرګندونو کې ټینګار کوي چې افغانستان د پخوا په نسبت اوس امن دی، خو نړیوالې ټولنې یې تراوسه له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.